منظور پښتین: د پښتونو په سیمو کې د روانو ظلمونو په وړاندې چوپ مه پاتې کیږئ

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین وایي چې د میرعلي د پېښې په غبرګون، د پېښور، اسلام‌اباد، کوهاټ، لاهور، فیصل‌اباد، بهاولپور، بنو، مردان او سوات په ښارونو کې د ۱۳ پوهنتونونو زده‌کوونکو اعتراضي لاریونونه کړي دي.

پښتین وايي، د شمالي وزیرستان د میرعلي په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو د ډرون بریدونو په غبرګون، د پېښور، دیر شرینګل، هزاره، فاټا، اسلام‌اباد، کوهاټ، لاهور، فیصل‌اباد، بهاولپور، بنو، عبدالولي خان مردان، ګومل او سوات پوهنتونونو زده کړیالانو اعتراضي لاریونونه وکړل.

نوموړی وايي، چې په میرعلي کې لا هم لاریون دوام لري.

دغه لاریونونه په پښتونخوا په میرعلي کې د ډرون برید له امله د ماشومانو د وژلو په غبرګون پیل شوي او منظور احمد پښتین وایي، چې تېره ورځ هم په تېراه کې درې ځوانان د وسله والو له لوري وژل شوي دي.

نوموړي پر ځوانانو ږغ کړی، چې د پښتونو په سیمو کې د روانو ظلمونو په وړاندې دې چوپ نه پاتې کیږي، او غوښتنه یې کړې، چې خپل مدني او اعتراضي لاریونونه دوامداره وساتي.

نور خبرونه

رادیو