ډان ورځپاڼه: هغه افغانان چې پاکستاني پېژند کارډونه لري په خاموشۍ خپل هېواد ته ځي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲

پاکستاني رسنۍ وايي نامعلوم شمېر هغه افغانان چې په خېبرپښتونخوا کې يې د پاکستان ملي پېژندکارټونه په غيري قانوني ډول تر لاسه کړي د کډوالو د ایستلو د لړۍ له پېل سره په خاموشۍ خپل هېواد ته تللي دي.

د پاکستان ډان ورځپانې د جمعه په ورځ (د غبرګولي ۲مه) د خپلو سرچينو له قوله لیکلي، چې د ملي ډيټابیس او ثبت ادارې (نادرا) د دغو افغانانو د تللو دقیق شمېر نه دی خپور کړی.

په خبر کې ویل شوي، چې له پاکستان څخه د غيرې قانوني کډوالو د ایستلو د پیل وروسته په ډېرو سيمو کې دغو افغانانو ته چې پاکستانۍ پېژندپاڼې يې درلودلې هم د وتلو خبرداری ورکول شوی.

ډان ورځپانې زياته کړې، چې پاکستاني چارواکو مېشتو افغانانو ته د خبرداري په یوه پيغام کې ویلي: «خپل کمپيوټري شناختي کارډونه وسپاري، یا په خپله خوښه له هېواده ووځي، که نه تر نیول کېدو وروسته به د بهرنيو قوانینو له مخې وشړل شي.»

چارواکو ويلي، چې د دې خبرداري وروسته نامعلوم شمېر افغانان د خېبر پښتونخوا له بېلابېلو برخو څخه په خاموشۍ افغانستان ته تللي دي.

د پاکستان او ایران څخه هره ورځ په لسګونه افغانان خپل هېواد ته په زور لېږل کيږي او زيات مهال په دواړو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره د ظلم او زورزیاتي خبرونه هم ورکول کيږي.

څه موده مخکې د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې د افغان کډوالو د اېستلو له پرېکړې سملاسي تېر شي او د نړۍوالو انساني حقونو له قانون سره سم اصلاحي ګامونه پورته کړي.

نور خبرونه

رادیو