د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې پښتونخوا کې ۱۱۶ ښځې وژل شوې دي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲

په پښتونخوا کې د روان ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۱۶ ښځې د کورنیو شخړو، اوږدمهاله دښمنیو او نورو جنجالونو له امله وژل شوې دي.

د پښتونخوا پولیسو ویلي، چې د ښځو په وژنو کې د لاس لرلو په تور یې ۱۴۷ شکمن کسان نیولي دي.

د پاکستان جیونیوز شبکې د پښتونخوا د پولیسو په حواله راپور ورکړی، د ۲۰۲۵ کال د جنوري او اپریل میاشتو ترمنځ په پښتونخوا کې ۱۱۶ ښځې وژل شوې دي.

د راپور له مخې، ښځې د کورنیو شخړو، اوږدمهاله دښمنیو او نورو کلیوالي جنجالونو او ناموسي وژنو له امله وژل شوې دي.

د راپور له مخې، تر ټولو زیات شمېر ښځې په مردان کې وژل شوې، چې شمېر یې۴۰ ته رسیږي، په دویم قدم کې ملاکنډ ډویژن راځي چې۲۹ ښځې، دریم پېښور زون چې ۱۹ ښځې او وروستی د بنو ډویژن دی چې۱۳ ښځې په کې وژل شوې دي.

په هزاره زون کې د وژل شویو ښځو شمېر ۸ دی، په داسې حال کې چې په کوهاټ ډویژن کې ۷ښځې وژل شوې دي.

د پښتونخوا ایالت د پولیسو مشر ذوالفقار حمید ویلي، چې د زیانمنونکو جنسونو د ساتنې لپاره ځانګړي تدابیر نیول کیږي. د پولیسو په کچه د ښځو لپاره ځانګړې برخه جوړه شوې، ترڅو ښځې په اسانۍ سره خپل شکایتونه ثبت کړي.

د پولیسو مشر په وینا، په پښتني ټولنه کې ښځو ته د میندو، خویندو او لوڼو په توګه درناوی کیږي، او نه یوازې د حکومتي تګلارو له لارې بلکې د دوی د ساتنې لپاره عملي اقدامات هم ترسره کیږي.

د حمید په وینا، ټول هغه کسان چې د ښځو په وژنه کې ښکیل وو محکمو ته ورپېژندل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو