د ناورین نړۍوالې ډلې د کډوالو په جبري اېستلو پاکستان له بشري حقونو په سرغړونې تورن کړ

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲

د ناورین نړۍوالې ډلې له اروپايي ټولنې څخه غوښتي چې پر پاکستان فشار راوړي، څو د بشري حقونو درناوی وکړي او په زور د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ژر تر ژره ودروي.

یاد سازمان همدا راز غوښتنه کړې، چې پاکستان باید د افغان کډوالو د مېشتیدنې قانوني کارتونه بیا تمدید کړي.

یادې ډلې د (غبرګولي لومړۍ) ویلي، پاکستان باید هغو افغانانو ته چې تر ګواښ لاندې دي او درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او بېرته یې افغانستان ته ونه شړي.

همدا راز له هېوادونو غوښتل شوي، چې په یاد هېواد کې تر ګواښ لاندې افغانانو د «ویزو د ورکړې» بهیر ګړندی کړي.

نور خبرونه

رادیو