پاکستان د هندي الوتکو پر الوتنو لګول شوی هوايي بندیز یوه میاشت نور هم تمدید کړ

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲

د پاکستان د هوایي ډګرونو ادارې د جمعې په ورځ وویل، چې د هند ملکیت، چلونې، ثبت یا اجارې لاندې ټولې الوتکې به د جون تر ۲۴مې نېټې، د سهار تر ۴:۵۹ بجو پورې، د پاکستان له هوایي حریم څخه د تېرېدو اجازه ونه لري.

پاکستان دا بندیز تېره میاشت، د هند سره د شخړو په ترڅ کې، پر هندي الوتکو ولګاوه، او نن یې دغه بندیز تر یوې بلې میاشتې وغځاوه.

نور خبرونه

رادیو