د ډيلي او کابل ترمنځ دېوال؛ چین او پاکستان لاس یو کړی چې د هند او طالبانو تعامل وننګوي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲

په داسې حال کې چې هند له طالبانو سره د خپل تعامل ډېرولو هڅې پیل کړې، هم مهاله بیا چین او پاکستان هم له طالبانو سره راشه درشه ډېره کړې، چې له امله یې هند له جیوپولیټیکي اندېښنو سره مخ کړی.

د یورو اېشیا وېب پاڼې په یوه خپره کړې څېړنزه مقاله کې راغلي، چې د یادو دوو سیمه ییزو قدرتونو له لوري له طالبانو سره درې اړخیزې خبرې او د همکارۍ دوام د هند لپاره د فشار یو نوی باب پرانېستی دی.

په یاده مقاله کې په کابل او بېجنیګ کې د دغه مثلث ناستې هم د دې کړۍ برخه ګڼل شوې ده.

د روان زېږدیز کال د مې پر ۱۵مه، د هند د بهرنيو چارو وزير اېس جې شنکر د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي سره ټليفوني خبرې وکړې.

دغه اړیکه پر پاکستان د هند د نظامي بریدونو «سندور» وروسته وشوه، چې دواړو لوریو په کې له یو بل سره پر همکارۍ هم خبرې کړې دي.

مقاله کاږي په دغه اړیکه کې نوي ډیلي په اشاروي توګه متقي ته ویلي، چې پاکستان هڅه کوي، څو له طالبانو سره د هند اړیکې خرابې کړي.

ویل شوي، چې طالبانو تر دې اړیکې وروسته د خپلې بهرنۍ تګلارې له مخې د «اقتصادي ګټو پر بنسټ» دا یو فرصت وګاڼه او خبرې یې ګټورې وبللې.

په مقاله کې زیاته شوې، چې طالبان غواړي له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې وساتي او د سیمه ییزو شخړو څخه ځان یوې څنډې ته کړي.

بل لور ته، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړيکې ورځ تر بلې کړکېچنې کېږي. پاکستان طالبان تورنوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ورته پناه ځایونه ورکړي.

خو طالبان نه یوازې دا تورونه ردوي بلکې پر پاکستان تور پورې کوي، چې له دغسې څرګندونو سیاسي ګټه اخلي.

هم مهاله طالبان هڅه کوي له هند سره خپلې اړيکې نورې هم پياوړې کړي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت يوه پلاوي د ۲۰۲۵ کال د اپرېل پر ۲۷مه کابل ته سفر وکړ او له اميرخان متقي سره يې وکتل.

دغه سفر دا ښيي چې هند غواړي په افغانستان کې خپل رول پراخ کړي. طالبان هم غواړي چې سوداګريزې اړيکې پراخې شي، افغان محصلينو او سوداګرو ته ويزې ورکړل شي او پاتې پراختيايي پروژې بيا پيل شي.

د دې اړيکو تر ټولو لوړ پړاو د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د اميرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو د مرستيال وزير ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې رسمي ليدنه وه.

په دې کتنه کې د امنيتي مسلو تر څنګ طالبانو غوښتنه وکړه، چې په هند کې افغان بندیان باید ازاد کړي.

د یورو اېشیا مقاله کې ټینګار شوی، چې دا يوه څرګنده نښه ده چې دواړه خواوې غواړي خپلو همکارۍ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې هند هڅه کوي له پاکستان سره د طالبانو د اختلافاتو نه ګټه پورته کړي، خو د چين او پاکستان زياتېدونکې همکاري کولای شي د هند د نفوذ پر وړاندې نوې ننګونې رامنځته کړي.

په ټوله کې سره له دې چې هند د سيمه ‌ييزو ترکيبونو نه د خپلې پاليسۍ لپاره استفاده کوي، خو د چين او پاکستان یووالی کولای شي د دې پرمختګونو پر وړاندې جدي خنډونه رامنځته کړي.

نور خبرونه

رادیو