د پښتونخوا په تیراه دره کې درې ځوانان تر تښتول کېدو وروسته وژل شوي

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۲

د پښتونخوا ایالت د خېبر ولسوالۍ پولیسو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د خېبر ولسوالۍ د تیرا درې په ملک دین خیلو سیمو کې ناڅرګنده وسله والو وړمه ورځ د سیمې درې ځوانان تښتولي او بیا یې په ډزو وژلي دي.

ځايي پولیسو د (غبرګولي دویمه) زیاته کړې، چې دغه ځوانان د وسله والو له لوري د «جاسوسۍ په تور» وژل شوي دي.

وژل شوي کسان نوید، ابراهیم او صمد نومېږي.

د سرچینو وینا، نوید نومی وژل شوی ځوان د پنځه خویندو یوازینی ورور و او د ابراهیم په نوم بل وژل شوي کس ۱۵ ورځې مخکې واده کړی و.

د دغو درې واړو جسدونه د ملک دیني خېلو اړوند په یوه ځنګل کې د جمعې ورځې په سهار د ځايي اوسېدونکو له لوري موندل شوي دي.

لا تر اوسه پورې هېڅ کومې وسله والې ډلې د دغه پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو په سیمه کې د لشکر اسلام وسله والو تر څنګ د «ټي ټي پي» جنګیالي هم پراخ حضور لري.

په دې وروستیو کې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې هدفي وژنې، وسله وال فعالیتونه او جنایي جرمونه خورا ډېر شوي، چې ځايي استوګن یې له جدي اندېښنو سره مخ کړي دي. نیوکې دا دي چې ایالتي حکومت او د پاکستان امنیتي ادارې د خلکو په خوندیتوب کې پاتې راغلي دي.

نور خبرونه

رادیو