د خوړو نړۍوال پروګرام: غزه د «سختې قحطۍ» له ګواښ سره مخ ده

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۱

اسراییل وايي، د خوارکي توکو بار د بشري مرستو ۱۰۰ موټرونو ته یې اجازه ورکړې، چې غزې ته دننه شي.

ملګري ملتونه بیا وايي، چې دا مرسته لا تر اوسه پورې اړمنو خلکو ته نه ده رسېدلې.

د ملګرو ملتونو چارواکو خبرداری ورکړی، چې د غزې شاوخوا څلورمه برخه نفوس د اوږدې محاصرې او د مرستو په وېش کې د ستونزو له امله د «سختې قحطۍ» له ګواښ سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام یوه چارواکي ویلي، چې نوې راغلې مرسته بازارونو، نانوایانو یا روغتونونو ته نه ده رسېدلې.

بل‌خوا، د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه لا ګرمه روانه ده. د اسراییل پوځ ادعا کړې چې په غزه کې یې ۱۱۵ هدفونه بمبار کړي.

ورته مهال، فلسطیني چارواکي وايي چې په دغو بریدونو کې یوازې نن لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

د یادونې ده، چې د اکټوبر په ۷مه د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې تر ۵۲ ډېر فلسطینیان وژل شوي او زرګونه نور بي‌ځایه شوي او ټپیان دي.

نور خبرونه

رادیو