په خېبر پښتونخوا کې زده کوونکو د یوه لاریون پرمهال په وزیرستان کې هوایي برید غندلی

AP ۱۴۰۴ غبرگولی ۱

یو شمېر زده کوونکو او د محصلینو د شمالي وزیرستان د ميرعلي په سيمه کې د پاکستاني پوځيانو د ډرون برید غندلی او د انصاف غوښتنه یې کړې.

دغه برید چې تېره دوشنبه شوی پر مهال یې د یوه کور څلور ماشومانې وژل شوي دي.

په پاکستان کې نېشنل زده کوونکو مرکزې کمېټې د پنجشنبه په ورځ (د غبرګولي لومړۍ) نېټه په یوه خبر کې ویلي، چې د وزیرستان په ميرعلي سيمه کې د پاکستاني پوځيانو د ډرون برید غندي او د انصاف غوښتنه کوي.

دغه لاریون په پېښور کې د وزيرستان زده کوونکو ټولنې او اقراء پوهنتون محصلینو له لورې جوړ شوی و.

لاریونوالو د پېښې د غندلو او انصاف غوښتنه کوله او په لاسونو کې يې «د وزيرستان مظلومو او بې ګناه پښتنو د قتل عام د بندولو» شعارونه و.

په شمالي وزیرستان کې ځايي خبریالانو ویلي،‌ چې د میرعلي سیمې اړوند په هرمز کلي کې د پاکستاني پوځیانو په «ډرون بریدونو»‌ کې د یوه کور څلور ماشومانې وژل شوې دي.

تر دې دمخه ځايي اوسېدونکو په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره په وار، وار سوله‌ییز لاریونونه هم کړي او د پاکستان له حکومته یې غوښتي، چې په سیمه کې روانه جګړه ودروي.

نور خبرونه

رادیو