شهباز شریف: هند په جګړه کې اسراییلۍ وسلې کارولې

AP ۱۴۰۴ غویی ۳۱

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، له هند سره د رسمي خبرو پر‌مهال به د کشمیر، اوبو، تجارت او ترهګرۍ څلور مهم موضوعات د پاکستان له لوري مطرح شي. هغه وايي، چې هند په جګړه کې اسراییلۍ وسلې کارولې دي.

د پاکستاني رسنۍ جیو‌ نیوز د راپور له مخې، شهباز شریف وایي، چې جګړه د ستونزو حل نه ده، بلکې تلپاتې سوله د سیمې د ثبات او د خوندي راتلونکي تضمین ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړه: «جګړه کې که یو لوری بریا ترلاسه کوي، نو بل لوری یې خامخا بایلي، دا دایمي حل نه دی.»

نوموړي اسراییل په دې تورن کړ، چې د وروستیو شخړو پر مهال یې له هند سره پراخه مرسته کړې او هند د سرینګر او نورو سیمو په عملیاتو کې اسراییلي وسلې کارولې دي.

شهباز شریف دا هم وویل، چې د ترهګرۍ په اړه د پاکستان او هند ترمنځ له پخوا راهیسې خبرې یوازې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو ترمنځ شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: «هند تر اوسه چمتو نه دی، چې د درېیم هېواد په منځګړیتوب خبرې ومني، خو موږ دا یو مناسب حل بولو.»

هغه ټینګار کړې چې که له هند سره بیا هم رسمي مذاکرات پیل شي، نو پاکستان به څلور مهم موضوعات کشمیر، اوبه، تجارت او ترهګري د اجنډا برخه وګرځوي.

نور خبرونه

رادیو