اېمل ولي خان: د پاکستان پر خاوره ډرون بریدونه شوي خو د پوځ مارشال خاموش دی

۵ ورځې مخکې

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان وایي، د پاکستان پر خاوره د ډرون بریدونه شوي، خو هېچا نه «غم شریکې وکړه، نه یې د غندنې لپاره غږ پورته کړ او نه یې چا مخه ونیوله.»

نوموړي د پوځ د مشرانو، د پنجاب د رسنيو او د ځايي چارواکو چوپتیا تعصب ګڼلی دی.

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان د سې شنبه په ورځ (د غويي ۳۰مه) د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې د پاکستاني پوځ د بې پیلوټه الوتکو له شپږو هوايي بریدونو وروسته د پوځ مشرانو، پاکستاني رسنيو، سیاستوالو او ځايي چارواکو چوپتیا تعصب ګڼلی دی.

نوموړي زياته کړې: «هېچا د ماشومانو په شهادت غم ونه کړ، چا جنازه ونه کړه، تبلیغات ونه شول، غږ اوچت نه شو، فډرالي حکومت چوپ دی، صوبايي حکومت خاموشه دی، پوځي مشران او فیلډ مارشال چوپ دي.»

نوموړي ویلي: «ایا څوک شته، چې زموږ غوښتنه واوري؟»

د اېمل ولي خان په خبره، ملي یوالی په شعار نه، بلکې په عمل راځي.

هغه همداراز د دې پېښې په تړاو د انصاف غوښتنه کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه فعال غړي د خپاره شویو معلوماتو له‌مخې، د مې میاشتې له ۱۱مې راهیسې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني پوځ د بې‌ پیلوټه الوتکو د شپږو هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د رحیم وزیر په وینا، د دغو بریدونو په پایله کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د همدې بریدونو په تړاو د یوه خبریال پوښتنې ته له ځواب ‌ویلو ډډه وکړه.

نور خبرونه

رادیو