د برېتانیا کې د اسمتویک ښار په سندویل سیمه کې مېشتو سیک افغان کډوالو خپل عبادتځای (معبد) جوړ کړی دی.
دغه معبد د شنبې په ورځ (د غویي ۲۷مه) د برېتانیا د سیمهيیزو سیاستوالو او د افغان سیک ټولنې د غړو په حضور کې پرانیستل شو.
د برېتانیا یوې سیمه ییزې ورځپاڼې اکسپریس اینډ سټار راپور ورکړی، چې دا معبد د افغان سیک اقلیت لپاره جوړ شوی دی، ترڅو دوی د خپل دیني فعالیت لپاره یو ځانګړی ځای ولري.
لوچن سینګ چاولا چې د ګورو نانک دربار معبد مسوول دی، د پرانیستې په مراسمو کې وویل: «دا یوه لویه لاستهراوړنه او د افغان سیک ټولنې لپاره تاریخي شېبه ده. دا مراسم د خلکو د یووالي او تنوع ښکارندویي کوي او دا چې د اسمتویک ښار ټولنه څومره رنګینه او یو موټې ده. د معززو مېلمنو ګډون زموږ لپاره د ویاړ ځای دی.»
هغه زیاته کړه: «دلته د افغان سیک ټولنې د غړو لیدل ډېر د خوشحالۍ ده. دا یوازې د یوه نوي عبادتځای پرانیسته نه ده، بلکې د دې ټولنې د اوږده، ستونزمن او الهامبښونکي سفر یوه نښه هم ده.»
چاولا دا هم وویل، چې افغان سیکان سره له دې چې له جګړو، کډوالۍ او بېځایه کېدو سره مخ شوي، لا هم د برېتانیا ټولنې ته فرهنګي او ټولنیز ارزښتونه ور زیات کړي دي.
د افغان سیک اقلیت ستونزمن تاریخ
افغان سیک ټولنه په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړو، تاوتریخوالي او ځورېدنو له امله سخت زیان لیدلی.
د طالبانو بېرته واک ته رسېدو دا حالت نور هم سخت کړ او د افغان سیکانو مهاجرت یې چټک کړ.
له هغه وخت راهیسې، د دې مذهبي لږکیو له لسګونو زرو نفوذ څخه، یوازې یو شمېر کسان افغانستان کې پاتې دي.
ډېری یې هند، کاناډا، اروپا او امریکا ته کډوال شوي دي.
د یادولو ده، چې په تېرو لسیزو کې د کابل او نورو ولایتونو په بېلابېلو برخو کې د افغان سیکانو ګڼ شمېر کورونه او معبدونه غصب شوي هم دي.