د تخار ولایت په مرکز کې چاودنه شوې ده

۲ ورځې مخکې

ځایي سرچینې وايي چې د تخار ولایت په مرکزتالقان ښار کې چاودنه شوې ده.

د عیني شاهدانو په وینا، دا چاودنه د دوشنبې په ماښام د « د تېل پلورنې پخوانۍ څلورلارې» په سیمه کې شوې ده.

شاهدان زیاتوي چې طالبانو د پېښې ځای تر محاصره لاندې راوستی او عامو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ور کوي.

طالبانو د چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو