طالبانو په کابل د یوه جومات امام او د مولوي عبدالقادر قانت نږدې کس نیولی

۲۱ ساعتونه مخکې

طالبانو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوه جومات امام قاري سراج‌الدین چې د مولوي عبدالقادر قانت نږدې کس بلل کېږي، په قلعه فتح‌الله سیمه کې نیولی دی.

د هغه کورنۍ دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي، چې د نوموړي د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري.

تر اوسه دا روښانه شوې نه ده، چې قاري سراج‌الدین ولې نیول شوی دی، خو تېره اوونۍ مولوي عبدالقادر قانت چې په طالبانو یو نیوکه کوونکی دیني عالم دی، هم نیول شوی و.

ویل کېږي، چې قاري سراج‌الدین د مولوي قانت له نږدې دوستانو څخه دی.

قاري سراج‌الدین څه موده وړاندې د کابل د علماوو په یوه غونډه کې د طالبانو د رژیم پر ضد یوه اعلامیه ولوستله.

په دې اعلامیه کې دیني علماوو له طالبانو غوښتي وو، چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او له انحصار څخه ډډه وکړي.

په دې وروستیو کې یو شمېر هغه دیني عالمان چې پخوا یې له طالبانو ملاتړ کاوه، د طالبانو د واک پر انحصار او قومي سیاستونو نیوکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو استخباراتو په دې وروستیو ورځو کې دوه نور دیني عالمان هم نیولي دي.

تېره اوونۍ مولوي عبدالقادر قانت په کابل کې له خپل کوره او مولوي بشیراحمد حنفي د هلمند ولایت څخه نیول شوي دي.

دا دواړه دیني عالمان د طالبانو منتقدین بلل کېږي او دا مهال د طالبانو په زندانونو کې بنديان دي.

نور خبرونه

رادیو