د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په تازه راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۲.۹ مېلیونه خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا ټینګار کړی، چې که نړۍواله ټولنه دا وضعیت له پامه وغورځوي، نو د مېلیونونو انسانانو ژوند به له لا ډېرو ګواښونو سره مخ شي.
افغانستان اوس له یوه پراخ، ژور او دوامداره بشري ناورین سره مخ دی او سمدستي، همغږي او بېشرطه مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کې راغلي، چې په دې اړمنو خلکو کې۵.۷ مېلیونه ښځې، ۱۲ مېلیونه ماشومان، نیم مېلیون مشران او درې مېلیونه معیوبین شامل دي.
راپور زیاتوي، چې له څلوېښت کلنې جګړې، پراخ فقر او د خلکو اوږدمهاله بېځايه کېدو سره د خوړو د نه خوندیتوب، خوارځواکۍ، د چاودېدونکو توکو د پراخ شتون، د طبیعی ناورینونو، ساري ناروغیو، اقلیمي بدلون، سیاسي انزوا او مرستو ته د سختو شرایطو له امله وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.
د نړۍ غبرګون ته اړتیا
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو حقونه له جدي ګواښ سره مخ دي.
د نړۍوالو مرستندویو ادارو او هېوادونو دوامداره، بېغرضه او همغږي مرستې کولی شي چې د مېلیونونو افغانانو ژوند وژغوري.
د ښځو د حقونو محدودیتونه
د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې طالبانو پر ښځو او نجونو بندیزونه لګولي دي، چې له امله یې هغوی د تعلیم، روغتیا، سفر، کار او عامه ژوند له حقوقو محرومې شوې دي.
دغه وضعیت نه یوازې د ښځو انساني کرامت تر پښو لاندې کړی، بلکې د ټولنې د پرمختګ مخه یې هم نیولې ده.
افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې له ډېرو نړۍوالو بشري بحرانونو سره مخ دی. سیاسي انزوا، له ښځو سره تبعیضي چلند او له نړۍوالو معیارونو سره ناسمې پالیسۍ نړۍوال ملاتړ محدود کړی دی.
په افغانستان کې روان بشري ناورین
افغانستان د تېرو څلوېښتو کلونو جګړو، سیاسي بدلونونو او اقتصادي ستونزو له امله یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د بشري ناورین له سختو ننګونو سره مخ دی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته وضعیت نور هم خراب شوی دی.
څلورو لسیزو جګړې د خلکو اقتصادي حالت له منځه وړی او زېربناوې یې ویجاړې کړي دي.
له دې سره د خلکو ډېرې کورنۍ بېځايه شوې دي او زرګونه افغانان له خپلو سیمو کډه شوي دي.
افغانستان کې د خوړو نه خوندیتوب یوه جدي ستونزه ده.
د اقلیم بدلون، وچکالي او د کرنیزو ځمکو د کمښت له امله د خوراکي موادو کموالی ورځ تر بلې زیاتېږي، چې په ځانګړې توګه ماشومان او ښځې په دې ناورین کې زیاتې اغېزمنې دي.
همدا ډول روغتیايي سیستم له سختو ستونزو سره مخ دی.
د طبي خدماتو کمښت، د وباګانو خپرېدل او بېوزلي د خلکو د روغتیا حالت خراب کړی دی.
نړۍواله ټولنه د افغانستان له وضعیت سره مرستې کوي، خو سیاسي فشارونه او د طالبانو د پالیسۍ سختوالی د مرستو مخه نیسي.
مرستې اکثرا د سياسي شرایطو تابع کېږي، چې د بېوزلو خلکو وضعیت نور هم کړکېچن کوي.