سرچینې وايي چې په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د لهمنځه وړلو پر وړاندې د بزګرانو د لاریونونو له ډېرېدو سره جوخت، د طالبانو لوی درستیز فصیحالدین فطرت په دغه ولایت کې د دې ډلې له والي ایوب خالد سره لیدلي دي.
سرچینو د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵مه) افغانستان انټرنشنل ته منلې، چې فطرت د نویو اعتراضونو له پیلېدو نه مخکې په بدخشان ولایت کې و.
نوموړي تر دې مخکې د ۱۴۰۳ کال د غويي په میاشت کې د ورته اعتراضونو د خاموشهکېدو لپاره د طالبانو په هڅو کې مهم رول لوبولی و.
مخکې له دې د درایم او ارګو ولسوالیو بزګرانو په غويي میاشت کې د کوکنارو د کروندو د ویجاړوېدو له امله د دغې ډلې پر وړاندې اعتراض کړی و. طالبانو فصیحالدین د لاریونونو د خاموشهکېدو لپاره لېږلی و.
هممهاله نن ورځ د بدخشان د طالبانو د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې په دې لیدنه کې د ولایت د امنیتي مسایلو، د طالبانو د ځواکونو ترمنځ د همغږۍ او یووالي او د دغه ډلې د اصولو او تګلارو د پلي کېدو په تړاو خبرې شوې دي.
په دې غونډه کې د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان امانالدین منصور هم حضور درلود.
دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې بدخشان په تېرو دوو ورځو کې د پراخو ولسي اعتراضونو شاهد دی.
لاریونونه په جرم ولسوالۍ کې پیل شوي، هغه سیمه چې د کوکنارو د کروندو د ویجاړېدو پر سر د طالبانو او ځایي خلکو ترمنځ نښتې وشوې.
د دې ترڅنګ د یوه مشهور سلفي قوماندان او مولوي پر کور د طالبانو برید د خونړیو نښتو لامل شو، چې په ترڅ کې یې هغه او یو شمېر طالب ځواکونه وژل شوي دي.