په جلال اباد کې د « کډوالو بازار » پرانېستل شوی

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۹

د ننګرهار ولایت د رسنیو مرکز وايي چې په جلال اباد ښار کې د ګلبهار خیریه بنسټ له لوري بېرته راستنو شویو هېوادوالو ته د کاروبار په موخه د کډوالو په نوم بازار پرانېستل شوی.

په ننګرهار کې طالب چارواکي وايي چې د ملاهبت الله د حکم له مخې به کډوالو ته اسانتیاوې رامنځته کوي.

د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام د رسنیو مرکز نن دوشنبه، د غويي ۲۹مه په اېکسپاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې ‏د ⁧‫ننګرهار‬⁩ مرکز جلال‌ابا ښار کې د ګلبهار خيريه بنسټ له لوري بېرته راستنو شويو افغانانو ته د کاروبار په موخه د کډوالو په نوم د بازار پرانيسته شوې.

‏د يادې پرانیستې پر مهال د طالبانو د ننګرهار ولایت مقام مالي او تاميناتي ریيس احمد حمزه له ګبهار خيريه بنسټ مننه کړې، چې راستنو شويو کډوالو لپاره يې د کډوالوبازار پرانیست او دوی ته يې پکې د کاروبار زمينه برابره کړه.

‏نوموړي ویلي: «راستنې شوې کورنۍ زموږ خپل افغانان او ورونه دي، پر حکومت او ولس يې حق دی چې د کاروبار، ژوند او ټولو برخو کې ور سره مرسته او همکاري وکړو.»

یاد طالب چارواکي له نورو خيره بنسټونو،پانګوالواو سوداګرو هم غوښتي چې دګلبهار خيريه بنسټ په څېر ابتکار وکړي اوراستنوشویو هېوادوالوسره د کار په موندنه اوجوړونه کې همکاري وکړي.

‏د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د کار ټولنيزو چارو ریيس فريدالله حقاني ویلي، چې د ملاهبت الله د حکم تطبيق په موخه به راستنو شويو هېوادوالو ته «لازم سهولتونه او کاري فرصتونه رامنځته شي».

حقاني زیاته کړې، چې اوسمهال په دې بازار کې يولس تنو ته د جامو، بوټانو او نورو توکو او وسايلو دوکانونه جوړ شوي، چې په راتلونکې کې به نورو راستنو شويو هېوادوالو ته هم د کار زمينه برابره شي.

د ګلبهار خيريه بنسټ مشر الیاس توتاخېل ژمنه کړې، چې نورو راستنو شویو هېوادوالو ته به هم د کار زمينه برابره کړي.

نور خبرونه

رادیو