خلیلزاد: پاکستاني ځواکونه او داعش د بلوڅ ملتپالو پر ضد یو خوا شوي

۴ ورځې مخکې

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د داعش د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې داعش خراساني مني چې په بلوچستان کې روزنیر کمپونه لري.

خلیلزاد زیاتوي چې ویډیو ښيي داعش خراسان او پاکستاني نظاميان د بي اېل اې یا بلوڅ ازادۍ پوځ پرضد په یوه طرف ولاړ دي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد نن دوشنبه، د غبرګولي ۵مه، پر خپل اېکس د داعش خراسان خپرې شوې ویډیو ته په اشاره ویلي چې دا ډله ښيي چې نه یوازې په بلوچستان کې خپل فعالیتونه پراخوي، بلکې اوس یې د بلوچ ملتپالو ډلو پر ضد د عملیاتو ګواښ کړی دی.

د داعش خرسان اړوند ويډو کې ددې ډلې یو غړی له بلوڅانو غواړي چې د بلوڅو ازادۍ غوښتونکو سره مرسته ونه کړي او خبرداری ورکوي، چې له دې وروسته یې بي اېل اې نظامي هدف دی.

خلیلزاد له دې ویډیو نه په استنباط وايي، داعش خراسان دا مهال د پاکستان د بلوچستان ایالت په غرنیو سیمو کې فعال روزنیز کمپونه چلوي او دا مني چې د مارچ په منځ کې د بلوچ ملتپالو له لوري پر یوه کمپ یې خونړی برید کړی و، چې له امله یې شاوخوا ۳۰ جنګیالي، چې یو شمېر بهرنیان هم پکې شامل ول، وژل شوي دي.

خلیلزاد وايي، یاده ډله د بلوچستان د ازادۍ پوځ او نورو بلوچ ډلو ته خبرداری ورکوي او هغوی د خپلو راتلونکو عملیاتو لومړني هدفونه اعلانوي. د خلیلزاد په وینا، ویډیو ښيي چې له دغو ډلو سره مخکینی «د نه‌تیري تړون» نور پای ته رسېدلی دی.

خلیلزاد د خپل اېکس پوسټ په پای کې وايي، دا ښيي چې اوس داعش خراسان او پاکستاني امنیتي ځواکونه د بلوچ ملتپالو پر ضد په یوه لیکه کې ولاړ دي.

د داعش خراسان ډلې پخواني جګپوړي غړي او دا مهال د طالبانو ملاتړي شیخ عبدالرحیم مسلم دوست هم پر خپل اېکس ادعا وکړه چې « د امریکا او پاکستان تر سلطې لاندې داعشیان په افغانستان کې له ځپل کېدو وروسته د پاکستان د بلوچستان مستونګ سیمې ته لاړل»، خو هلته هم د ده په وینا، ډېر ژر بلوڅ وسله والو پرې برید وکړ او ټول غړي یې له منځه یووړل.

نوموړی وايي، چې په تاجکستان کې هم د داعش پر مرکزونو د برید پلان شته، خو وخت یې څرګند نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د کابل هوايي ډګر د برید د مسوول د نیول کېدو په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و، چې د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د پاکستاني نظامیانو په ملاتړ د داعش د روزنې مرکز جوړ شوی او دغه هېواد داعش د خپلې وسیلې په توګه کاروي.

نور خبرونه

رادیو