د امریکا د مخکېني ولسمشر جو بایډن دفتر د یکشنبې په ورځ وویل، چې نوموړی د پروستات په یوه پرمختللي او تېز ډول سرطان اخته شوی، چې اوس یې هډوکو ته هم خپور شوی دی.
د بایډن د دفتر په بیانیه کې ویل شوي، چې اوس هغه او کورنۍ یې له ډاکترانو سره د درملنې پر لارو چارو غور کوي.
د دې بیان له مخې، ۸۲ کلن بایډن د جمعې په ورځ وروسته له هغه معاينات وکړل، چې د ادرار سیستم کې یې ځینې نښې څرګندې شوې.
د معلوماتو له مخې، دا سرطان چې اوس هډوکو ته خپور شوی، د یادې ناروغۍ پرمختللی پړاو ښيي..