د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیر خان متقي د ایران په بلنه دغه هېواد ته روان شو

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۷

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په بلنه دغه هېواد ته روان شو.

د طالبانو له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاد سفر کې د امیر خان متقي سربېره د دغه ډلې د اقتصاد وزارت مرستیال وزیر عبداللطیف نظري هم ګډون لري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په پام کې ده امیر خان متقي د تهران د خبرو اترو په فورم کې د ګډون ترڅنګ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او نورو جګپوړو چارواکو سره هم وګوري.

نور خبرونه

رادیو