د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي انډریو مک کوبري سره د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي صادق ویلي، دغه ناسته د سیمه ییزو پرمختګونو او افغانستان پورې اړوند مسلو په اړه د همکارۍ پر زیاتولو متمرکزه وه.
محمد صادق روانه اوونۍ افغانستان ته سفر کړی و او هلته د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره خبرې کړې وې.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی داسې مهال له دغې ناستې خبر ورکوي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جي شنکر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره ټلیفوني خبرې کړې او له هغه یې غوښتي، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان د ګټو او هند پر ضد ونه کارول شي.