طالبانو هند سره ژمنه کړې، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان د ګټو لپاره نه کارول کیږي

۱ ساعت مخکې

هندي رسنۍ وایي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس جي شنکر سره په تازه ټلېفوني خبرو کې ژمنه کړې، چې د افغانستان له خاورې به هېڅکله د هغو ترهګرو ډلو ملاتړ ونه شي، چې له پاکستان سره تړاو لري.

د (News 18) رسنۍ د راپور له مخې دغو ډلو کې لشکر طیبه او جېش محمد شاملې دي.

يادې ډلې له پخوا راهيسې د هند لپاره ستر امنيتي ګواښ ګڼل کېږي او د نړۍوالو ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې هم شاملې دي.

هندي شنونکي باور لري، چې دا اړیکه کولای شي د کابل او نوي ‌ډيلي تر منځ د يو نوي فصل پيلامه وي، ځکه د دواړو لورو ترمنځ د دا ډول لوېې کچې تعامل تر دې وړاندې نه و شوی.

راپور د هند امنيتي سرچينو له قوله کاږي، جي شنکر په دغه اړیکه کې له طالبانو غوښتي، چې د افغانستان خاوره باید د سختدریځه ډلو پر پناه ځایونو بدله نه شي.

 د هند بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه د دوی پر ضد د ترهګرو بريدونو د مخنيوي لپاره باید طالبان لازم ګامونه واخلي.

راپور زیاتوي، چې په ځواب کې یې طالبانو ژمنه کړې، چې هېڅ بهرنۍ ډله په ځانګړې توګه هغه ډلې چې د پاکستان مرکزي استخباراتي ادارې (ISI) یې ملاتړ کوي، ورته به په افغانستان کې د ازاد فعاليت اجازه ورنه ‌کړي.

یاده هندي رسنۍ لیکي،‌ لشکر طیبه او جېش محمد هغه وسله والې ډلې دي، چې د تېرې يوې لسيزې په اوږدو کې یې پر هند مرګوني بريدونه کړي، چې يو تر ټولو لوی هغه يې د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ بريدونه وو.

دغه ډلې د پاکستان له پوځ او استخباراتو سره اوږدمهاله اړيکې لري. د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته هند اندېښنه لري، چې ښايي يادې ډلې بيا ځل د افغانستان خاوره د خپلو فعاليتونو لپاره وکاروي.

د News18 په حواله، هند دا اندېښنه هم لري، چې پاکستان به هڅه وکړي د دغو ډلو له لارې د کشمير وضعيت لا نور ترینګلی کړي.

سرچينې وايي، پاکستان داسې هم هڅه کړې، چې په کشمیر کې د ځینو کاریدونکو وسلو تړاو افغانستان ته ورکړي او بيا پرې نيوکې وکړي، تر څو د هند او طالبانو ترمنځ رامنځته شوې نوې اړيکې زيانمنې کړي.

خو طالبانو دا ډول هڅې رد کړي او ويلي يې دي، چې هېڅ هېواد، سازمان يا وسله‌ والې ډلې ته به اجازه ور نه‌ کړي، چې افغان خاوره د خپلو سياسي يا نظامي موخو لپاره وکاروي.

له بلې خوا هند د طالبانو او چين تر منځ پر اقتصادي اړيکو، په ځانګړي ډول د کانونو د تړونونو په برخه کې هم له نږدې څارنه کوي. خو د هند د چارواکو په باور، د پاکستان پلوو ترهګرو ډلو د فعاليتونو مخنيوی یې سملاسي لومړیتوب دی.

د یادې اړیکې پر مهال متقي او جي شنکر د بشري مرستو په تړاو هم خبرې کړې دي.

هند چې د مخکني جمهوري نظام پر مهال يې د بيارغونې او بنسټيزو پروژو لپاره ميلياردونه روپۍ پانګونه کړې وه، اوس غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې د دوی فني او بشري مرستې باید پرته له کوم امنیتي ګواښه افغانستان ته ورسېږي.

راپور کاږي، دا ژمنه چې طالبان به د افغانستان خاوره د ترهګرو ډلو لپاره نه کاروي، که عملي شي، نو دا به د کابل او نوي ډيلي تر منځ د باور بيا رغولو لپاره يو مهم ګام وي.

خو طالبان له پخوا راهیسې له وسله والو ډلو سره شکمنې اړیکې لري او یادې هندي رسنۍ د راپور په پای کې د پوښتنې په ډول لیکلي چې، ايا دا ژمنې به په رښتينې توګه پلې شي او که يوازې د نړۍوال مشروعيت د لاسته راوړلو لپاره به يوه سياسي وسيله وي؟

نور خبرونه

رادیو