ټي‌ټي‌پي منلې چې په بلوچستان کې یې څلور غړي وژل شوي دي

۱۰ ساعتونه مخکې

د تحریک طالبان پاکستان د جماعت الاحرار څانګه منلې، چې د دوی څلور غړي په بلوچستان کې د ترهګریزو بریدونو پر مهال وژل شوي دي. دا بریدونه په تربت، ډالبندین، ګړدي جنگل او ګوادر کې ترسره شوي دي.

دې ډلې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې بلوڅ وسله‌وال رسنیز چینلونه د هغو بریدونو مسوولیت اخلي چې له هغوی سره هېڅ تړاو نه لري.

نور خبرونه

رادیو