له سعودي عربستان څخه له ۵۰۰۰ زیات پاکستاني سوالګر شړل شوي دي

۱ ساعت مخکې

د پاکستان ډان ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې سعودي عربستان په تېرو ۱۶ میاشتو کې په ټولیز ډول ۵۰۳۳ پاکستاني سوالګر شړلي دي.

راپور وړاندې وايي، ورته مهال په پنځو نورو هیوادونو کې ۳۶۹ نور کسان د سوال کولو په تور نیول شوي دي.

ډان په خپل راپور کې وړاندې وايي، چې دغه معلومات د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د پیپلز ګوند د غړې سحر کامران د پوښتنې په لیکلي ځواب کې ملي شورا ته وړاندې کړل.

د محسن نقوي له‌خوا ورکړل شوي رسمي معلومات ښیي، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ راهیسې ټولټال ۵۴۰۲ پاکستانیان له سعودي عربستان، عراق، مالیزیا، عمان، قطر او متحده عربي اماراتوڅخه پاکستان ته راشړل شوي.

د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۴۸۵۰ پاکستاني وګړي له دغو هیوادونو څخه د شړلو له ګواښ سره مخ شوي او په ۲۰۲۵ کې ۵۵۲ یې پاکستان ته شړل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې د پیپلز ګوند غړي د تیرو درېیو کلونو معلومات غوښتل، خو وزیر یوازې د ۲۰۲۴ کال له جنوري وروسته جزیات وړاندې کړل.

د ډان ورځپاڼې راپور کاږي، چې د پاکستان د صوبو په کچه د معلوماتو جلا کول ښيي، چې له دغو هېوادونو څخه ایستل شوي ډېری کسان د سند ایالت دي.

وايي، د دې صوبې ټولټال ۲۷۹۵ کسان د سوال کولو په تور له دغو هېوادونو په ایستل شويو کسانو کې شامل دي، خو وای د پنجاب د ایستل شویو سوالګرو شمېر بیا ۱۴۳۷ دی.

نور خبرونه

رادیو