په بدخشان کې د شمال لویديځ او شمال ختيځ ۹ ولایتونو د طالبانو والیانو، د استخبارتو مشرانو او امنیه قومندانانو په ګده ناسته کې ټينګار کړی، چې د شر جوړونکو مخه به نيسي.
دغه ناسته د هبت الله اخوندزاده په امر د همږغۍ د زیاتوالي په موخه شوې ده.
تېره شپه ناوخته د طالبانو د بدخشان والي په کوربتوب د تخار، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان والیانو، د استخباراتو مسولینو او امینه قومندانانو خپل منځي ناسته کړې او ټينګار یې کړی، چې د خپل مشر اخوندزاده فرمانونه به په ښه ډول عملي کوي.
په دې ناسته کې د طالبانو د قومونو او قبایلو وزير نورالله نوري، د دغه ډلې د کورنیو چارو د وزارت اداري مرستیال نجیب حاجي صیب، د طالبانو د قول اردو مسولینو او یو شمېر نورو نظامیانو برخه اخیستې وه.
د طالبانو د بدخشان والي محمدایوب خالد ویلي، چې دغه ناسته یې د خپل منځي همږغۍ د زياتوالي او د اړیکو د پياوړتیا په موخه رابللې ده.
واليانو ټينګار کړی، چې د نشه یي توکو د له منځه وړلو په برخه کې به د خپل مشر هبت الله ۳۱ ګڼه فرمان په ټولو سیمو کې تطبیقوي.
دغو طالب چارواکو زياته کړې، چې د «شر او فساد جوړونکو د پلانونو او فعالیتونو مخه به نیسي.»
خو طالبانو دا نه دي واضح کړي، چې موخه یې څوک او څه دي.
په شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې وسله وال بریدونه او مخالفتونه زيات دي او ډېر مهال دغه ډله د عامو خلکو سره په چلند کې هم له زور او قدرت څخه کار اخلي.
طالبان په دې ډول هڅه کوي، چې د افغانستان په شمالي سیمو کې خپل ځواکونه زيات او هلته د هر ډول وسله والو فعالیتونو او غږ پورته کولو مخه ونیسي.