د طالبانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت په یوې خبرپاڼه کې له خلکو غوښتي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د (غویي ۹مه) باید په ټول هېواد کې د «غزې جګړه ځپلو» او اسراییل له لوري د ترسره کېدونکې «نسل وژنې» خلاف غږ پورته کړي.
د (غویي ۷مه) د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جوماتونو امامان باید خطبو کې د غزې په ملاتړ ویناوې وکړي، دوعاوې وکړي او عام وګړي هم باید د «قران کریم ختمونه» وکړي.
طالبان وایي، اسراییل غواړي د غزې اوسېدونکي «قتل عام» کړي او یا یې په بشپړه توګه لمنځه یوسي.