اېبيسي وېبپاڼه په یوه مقاله کې وايي چې دوه ډېر پخواني دښمنان اوس د یو ګډ دښمن پر وړاندې سره متحد شوي دي. د سرچینې په وینا، روسیې څلور لسیزې وړاندې افغانستان اشغال کړی و، خو اوس له داعش-خراسان سره د مبارزې لپاره یې د طالبانو ملګرتیا ته ردانګلي دي.
د روسیې او طالبانو ترمنځ امنیتي همکاري
د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې له تور لېست نه د طالبانو د نوم په لرېکېدو سره «د دواړو هېوادونو ترمنځ د بشپړې همکارۍ پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي دي.» هغه زیاته کړې چې مسکو د افغانستان دننه له داعش-خراسان سره د مبارزې لپاره د طالبانو د هڅو هرکلی کوي.
داعش-خراسان په وروستیو کلونو کې په افغانستان، ایران او روسیه کې ګڼ شمېر خونړي بریدونه ترسره کړي دي. نوموړې ډلې په ۲۰۲۴ کال کې مسکو ته څېرمه د کروکس ښار د موسیقۍ پر تالار د برید مسوولیت هم ومانه چې په ترڅ کې یې تر ۱۳۰ډېر کسان وژل شوي وو.
ډېپلوماټیکې اړیکې او رسمي حضور
که څه هم د روسیې په ګډون هېڅ هېواد تر اوسه په رسمي ډول د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو دغه هېواد له یادې ډلې سره خپلې عملي اړیکې ساتلي او په کابل کې یې هم خپل سفارت فعال ساتلی دی.همداراز، چمتو دی چې د طالبانو معرفي شوی کس په مسکو کې د سفیر په توګه ومني. طالبان په بېلابېلو هېوادونو کې لږترلږه ۳۹ افغان سفارتونه کنټرولوي او هڅه کوي له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
اقتصادي همکارۍ او په سیمه کې موخې
دې سره جوخت، د امنیتي همکاریو تر څنګ، کرملین اعلان کړی چې غواړي له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې هم پراخې کړي. روسیه هڅه کوي د افغانستان خاوره، پاکستان او هند ته د تېلو او ګازو د لېږد لپاره د ترانزیټي لارې په توګه وکاروي. همداراز، د اوکراین له جګړې وروسته د لوېدیځ بندیزونو روسیې ته اجازه ورکړې چې د خپلو تېلو او ګازو لپاره نوي بازارونه ومومي.
په منځنۍ اسیا کې د قدرت سیالي
د چین د حضور زیاتوالی په منځنۍ اسیا کې هم د طالبانو او روسیې د نزدې کېدو له نورو عواملو نه شمېرل کېږي. که څه هم روسیه په دودیز ډول په دې سیمه کې پراخ نفوذ لري، خو په اوکراین کې جګړې د دې تمرکز کم کړی او چین له دې فرصت نه ګټه پورته کړې ترڅو د منځنۍ اسیاله هېوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
کارپوهان وايي چې طالبان هڅه کوي د روسیې او چین ترمنځ له دې سیالۍ نه ګټه پورته کړي ترڅو افغانستان له نړۍوالې انزوا وباسي او دغه هېواد ته نوې پانګونې راجلب کړي. د طالبانو لپاره روسیه او چین دواړه مهم دي. ځکه چې دا دوه هېوادونه کولای شي له افغانستان سره مرسته وکړي څو له نړۍوالې انزوا راووځي او مرستې او پانګونې راجلب کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی په کازان ناسته کې د ګډون په موخه تاتارستان ته سفر کړی دی.
طالبانود ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراخېدو په موخه پنځه مهم تړونونه لاسلیک شوې دي. یاد معاونیت زیاته کړې چې دا تړونونه د ټرانسپورټ، سوداګرۍ، د خصوصي سکټور د ودې او د صنعتي او لوجستکي کمپلیکس د جوړېدو په برخو کې لاسلیک شوي دي.
د یادونې ده، چې روسیې د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونو غوندې طالبان په رسمیت نه پېژني، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ سوداګریزه او ډېپلوماتیکه راشه درشه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.