د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، چې د پاکستان د پوځ ځینې برخې، په ځانګړي ډول ای ایس ای له ترهګرو سره مرسته کوي.
جان بولټن وايي، چې افغانانو هڅه کوله یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، خو طالبانو د پاکستان د پوځ د ځینو عناصرو په مرسته هغوی مات کړل.
د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن له فرسټ پوسټ رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د پاکستان استخباراتي ادارې له ډېر پخوا راهیسې له ترهګرو سره اړیکې درلودې او دې د امریکا او نړیوالې ټولنې پر ستراتیژیو ژور اغېز کړی دی.
بولټن وویل، « موږ له ډېرې مودې راهیسې پوهېږو چې د پاکستان د پوځ ځینې برخې، په ځانګړي ډول ای ایس ای، له ترهګرو سره مرسته کوي. دا ستونزه هغه وخت هم موجوده وه، چې امریکا او د نړیوالې ټولنې ډېری غړو افغان مجاهدینو ته مرسته ورکوله چې شوروي اتحاد له افغانستان نه وباسي».
بولټن زیاتوي، چې ای ایس ای خپله اجنډا درلوده او همدا اجنډا بالاخره واک ته د طالبانو د رسېدو لامل شوه.
نوموړي په خپله مرکه کې وویل، هغه مهال افغانانو هڅه کوله چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، خو طالبان د پاکستان د پوځ د ځینو عناصرو په مرسته وتوانېدل چې هغوی ته ماتې ورکړي.
بولټن زیاتوي، « موږ دا ستونزه د ۹/۱۱ له پېښو وروسته هم درلوده، کله چې امریکا هڅه کوله طالبان راوغورځوي او القاعده تعقیب کړي. وضعیت تر ننه ډېر نهدی بدل شوی».
هغه په دې مرکه کې وویل، چې د ترهګرو ملاتړ پاکستان ته زیان رسولی او دغه هېواد یې له نړیوالې ټولنې منزوي کړی دی.
بولټن دغه راز خبرداری ورکړ، چې په پاکستان کې د چین د نفوذ زیاتوالی او د هند-پاسیفیک په سیمه کې «سلطوي اهداف» هم د هند او هم د امریکا لپاره جدي اندېښنه ده.
بولټن وویل: « د پاکستان دننه یې نفوذ په وروستیو کلونو کې ډېر زیات شوی او دا یوه جدي مساله ده، هم د هند لپاره او هم زموږ (امریکا) لپاره».
بولټن دې ته اشاره وکړه چې پخوا اسلام اباد ته وسلې امریکا ور کولې، خو اوسمهال چین شاوخوا ۸۰سلنه پرمختللې وسلې پاکستان ته ورکوي.