رحمت الله نبیل په عربي هېوادونو کې د ټرمپ هرکلي ته په غبرګون کې ویلي، چې په عربو هېوادونو کې د اسلام رامنځته شوی سخت دریځ ورو ورو مخ پر ختمېدو دی او دا دروند پیټی اوس د افغانانو پر اوږو اچول شوی دی.
د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دین سخت دریځ او سیاسي نظر د اسلام له نامه لاندې په ځینو عربي هېوادونو کې وده وکړه، ورو ورو نورو ټولنو ته خپور شو او دا ډول تعبیر چې دین ته له سیاسي، سخت دریځه او جګړهطلبه لیدلوري ګوري، له کلونو راهیسې د «جهاد»، «اسلام په خطر کې دی» او «دین په خطر کې دی» په څېر شعارونو له لارې پر افغان ولس تحمیل شوی دی.
نوموړی وايي، دغه مفکوره کله د خلکو د دیني احساساتو له لارې، کله د زور او فشار له لارې او کله هم د مقدسو ارزښتونو تر سیوري لاندې پراخه شوې ده او بالاخره یې تر ټولو درنده بیه افغان ولس ورکړه.نبیل وايي، د دین داسخت او سیاسي نظر زموږ پر خلکو باندې د «جهاد» او «اسلام په خطر کې دی» په څېر شعارونو سره شوی دی.
نوموړی وايي، هغه هېوادونه چې د سخت دریځه اسلام مفکورې ته یې په لویو لګښتونو وده ورکوله اوس یو په بل پسې له هغې مفکورې ځان ګوښه کوي او یوازې افغانستان لا هم پر هغه مفکوره ولاړ پاتې دی.
نوموړی وايي، وخت رسیدلی، چې یوه نوې لاره غوره شي او دین د سخت دریځۍ له بند څخه وژغورل شي.