دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د ایران مشهد ښار ته سفر کړی دی. سرچینو زیاته کړې چې مسعود ته د دغه سفر په جریان کې د ایران له خوا هرکلی شوی او د ایران سپاه پاسداران او د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره یې لیدلي.
باوري سرچینو د پنجشنبې په ورځ، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې احمد مسعود د ایران له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي.
ایران ته د مقاومت جبهې د مشر د سفر موخه لا څرګنده نه ده. ایران او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې رسمي سرچینو تر اوسه د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي.
په همدې اونۍ کې ټاکل شوې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم تهران ته سفر وکړي او په تهران ډیالو فورم کې برخه واخلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تر چتر لاندې د سیاسي او نړیوالو مطالعاتو انستیتوت دغه نړیواله غونډه د مې له ۱۷مې تر ۱۹مې نېټې پورې دوام کوي. تمه ده چې شاوخوا ۲۰۰ بهرني مېلمانه، چې لوړپوړي چارواکي، وزیران او د سیمې دیپلوماتان هم پکې شامل دي، په دې غونډه کې برخه واخلي.
دا روښانه نه ده، چې ددې غونډه په حاشیه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له احمد مسعود سره وګوري او که نه، خو په ۱۴۰۰ کال کې، طالبانو ویلي و، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د تهران د سفر په جریان کې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود او د هرات پخواني والي اسماعیل خان سره لیدلي دي.
تر دې مخکې، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او د افغانستان ژغورنې عالي شورا یوه پلاوي، چې مشري یې محمد محقق کوله، ایران ته سفر کړی و څو د افغان کډوالو د اېستلو د مخنیوي په اړه خبرې وکړي.
سره له دې چې ایران د طالبانو له چارواکو سره نږدې اړیکې لري او په هېواد کې د افغان سیاستوالو استازیتوب لپاره د دې ډلې ډېپلوماټان یې منلي، په دې وروستیو کې یې د طالبانو مخالفو سیاسي او نظامي خوځښتونو سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.
د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د خپلې زده کړې یوه برخه په ایران کې بشپړه کړې او ویل کیږي چې د ایران له یو شمېر چارواکو سره نږدې اړیکې لري.
خو سرچینو د ایران له چارواکو او د سپاه پاسداران له چارواکو سره د نوموړي د لیدنې په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي.