د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روسي د لومړي وزیر له مرستیال حوسنولین مارات شاکر زیانوویچ سره کتلي او له روسیې ېې غوښتنه کړي، چې د کابل او مسکو ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو کچه لوړه او رسمي مرحلې ته داخله کړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې ملا برادر په ساختماني او سیمه ییزو چارو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې پر سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو غږیدلی دی.
ملا برادر په دې لیدنه کې له روسیې څخه غوښتنه کړې چې د کابل او مسکو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو سطح لوړه او رسمي مرحلې ته داخله کړي څو پر سیاسي ډګر سربیره په اقتصادي ډګر کې هم د عملي پرمختګونو شاهدان و اوسي.
ملا برادر ویلي، چې کابل به په سیمه کې د مسکو د اقتصادي شریک په توګه مثبت رول ولري.
یاد لوړپوړي طالب چارواکي د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال څخه غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د کور جوړولو، دولتي ښوونځیو او روغتونونو، سړکونو، پلونو، اوبو بندونو او د اوبو رسولو سیسټمونو او برېښنا رسولو شبکو کې پانګونه وکړي.
د دغې لیدنې په ترڅ ملا عبدالغني برادر له روسیې څخه د افغان ـ ټرانس پروژې د چارو په بشپړولو کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال په یاده لیدنه کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ته ډاد ورکړی، چې د ښار او کور جوړولو په پروژو کې به له طالبانو سره همکاري وکړي.
طالبانو ویلي، چې د روسیې د لومړی وزیر مرستیال ژمنه وکړه، چې د افغان ـ ټرانس پروژې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو او بانکي همکاریو غوښتنې به د روسیې له لومړي وزیر او ولسمشر ولادېمیر پوتین سره شریکې کړي.