د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په یو خبر کې ویلي، چې طالبانو په جوزجان کې د «نامشروع اړیکو» په تور نیول شوي ۱۷ ښځينه او نارینه زندانیان یو بل ته په نکاح کړي او وروسته یې خوشي کړي.
طالبانو ویلي، چې دا د زندانیانو «شرعي غوښتنه» وه.
په جوزجان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر سیف الدین معتصم د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۵مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د زندانیانو په غوښتنه او د سترې محکمې د امر له مخې یې د «نامشروع اړیکو په تور د نیول شويو بندیانو نکاح تر سره کړي.»
معتصم ويلي، چې دغه زندانیان د نامشروع اړیکو په تور په بېلابېلو وختونو کې نیول شوي او د سترې محکمې د امر له مخې سزاوې هم ورکړل شوي دي.
هغه زياتوي، چې د دغو زندانیانو د «نکاح شریعي غوښتنې» د دوی د کورنۍ په خوښه شوې دي.
طالبان زياتوي، چې زندانیانو تر سزا تېرولو او نکاح کولو وروسته خوشي شول.
په جوزجان کې طالبانو خلکو ته سپارښتنې کړي، چې ځانونه پر «شریعت برابر او له منکراتو ډډه» وکړي.
د طالبانو په زندان کې دا د خپل ډول لومړۍ پېښه ده، چې د دوی په خبره د «نامشروع اړیکو په تور» نیول شوي کسان یو بل ته په نکاح کوي.
د ګارډین ورځپاڼې د معلوماتو له مخې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه ډلې څه باندې زر کسان چې کابو ۲۰۰ښځې هم پکې دي، په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
که څه هم د طالبانو دغه سزاوې د نړۍوالو بشري سازمانونو له نیوکو سره مخ دي؛ خو طالبان ادعا کوي، چې د شرعي حکمونو او د خپل مشر ملا هبتالله د امر او لارښوونې له مخې خلکو ته په عام محضر کې سزاوې ورکوي.
طالبان په دې تړاو د نړۍوالو غبرګونونه د دوی په چارو کې لاسوهنه ګڼي.