د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر ترمنځ یوه ټیلفوني مکالمه شوې چې ورسره جوخت دواړو خواوو جلا جلا بیانونه خپاره کړي دي. 

دا د نوي ډیلي او طالبانو ترمنځ تر یوې اوږدې مودې وروسته لومړنۍ ټیلفوني مکالمه بلل کېږي؛ خو د دې اړیکې ځینې برخې د دواړو خواوو له‌خوا په بیلابیلو بڼو بیان شوې دي.

جې شنکر د پنجشنې ورځ پر خپلې رسمي اېکس‌پاڼې لیکلي چې دا خبرې د کابل له پرځېدو وروسته لومړنی اړیکه ده او په ترڅ کې یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له‌خوا د افغانستان او هند ترمنځ د بې‌باورۍ راپورونه رد شوي دي. نوموړي همداراز د متقي له خوا د پهلګام ترهګریز برید د غندنې مننه کړې او ټینګار یې کړی چې هند د افغانستان له خلکو سره تاریخي ملګرتیا لري او له دغه هېواد سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

له دې سره جوخت، د طالبانو له‌خوا خپور شوی بیان بیا د دې مکالمې له بلې زاویې وړاندې شوی چې په‌‌کې د جې شنکر د «بې‌باورۍ» راپورونو ردول او د پهلګام برید هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

د طالبانو بیان پر دوه‌اړخیزو همکاریو، سوداګرۍ، ډېپلوماتیکو اړیکو، د ویزو اسانتیا، د افغان بندیانو خلاصون او د چابهار بندر په پراختیا تمرکز کوي. متقي په‌کې د هند له خلکو سره د تاریخي اړیکو یادونه کړې او هیله یې ښودلې چې دا اړیکې نورې هم پراخې شي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا طالبان له پاکستان سره د خپلې پخوانۍ او تلپاتې ملګرتیا د نه‌خرابېدو له امله دا ډله له نوي ډیلي سره پر محتاطانه چلند تورنوي او په وینا یې طالب چارواکي نه غواړي د هند لپاره اسلام‌اباد له لاسه ورکړي.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي استاد او مخکېنی ډېپلوماټ بهروز (مستعار نوم) وايي، هندي سیال هڅه کړې چې له طالبانو سره د اړیکو بیاپیلېدل د یوې مهمې ډېپلوماتیکې لاسته‌راوړنې په توګه څرګند کړي، په داسې حال کې چې طالبانو د اسلام‌اباد له امله په دغه بیان کې له احتیاط نه کار اخیستی دی او زیاتوي چې دا ډله نه غواړي د نوي ډیلي لپاره اسلام‌اباد له لاسه ورکړي.

دا اړیکه داسې مهال شوې چې طالبان په دې وروستیو کې له ځینو ګاونډیانو هېوادونو سره د سیاسي مشروعیت، بندیزونو او اقتصادي ستونزو له امله د تعامل د پراخېدو هڅې کوي؛ خو بل‌خوا هند د سیمې په کچه د خپل نفوذ د بیاراژوندي کولو او له طالبانو سره د نوې راشې درشې جوړېدو په لټه کې دی.

د یادونې ده چې د روانې اوونۍ په پیل کې ډېپلوماټ مجلې په یوې مقاله کې لیکي و طالبان ښايي له هغو فرصتونو ګټه واخلي چې د هند یا پاکستان له لوري ورته برابرېږي، په ځانګړې توګه په کابل کې د هندي چارواکو او طالبانو ترمنځ وروستۍ غونډې کولای شي د راتلونکو تحولاتو په تړاو مهم پیغامونه ولري.

د ډېپلوماټ مجلې لیکوال په اند، پاکستان له یوې خوا په افغانستان کې د دغه هېواد مخالفو وسله‌والو ډلو اندېښمن کړی او له بلې خوا د طالبانو او نوي ډیلي ترمنځ ورځ تر بلې زیاتېدونکې اړیکې، هغه څه دي چې د اسلام‌اباد اندېښنې لا پسې ډېرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو