ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال د حزب اسلامي د مشر وروستيو څرګندونو ته په اشارې لیکلي: «ډاډه اوسئ، د هېڅ هېواد په تجزيه به افغانستان تجزیه نه شي.» ګلبدین حکمتیار ویلي چې د پاکستان تجزیه به د افغانستان د تجزیې پيلامه وي.
په ایران کې د افغانستان پخواني سفير عبدالغفور لېوال د پنجشنبه په ورځ (د غويي ۲۵مه) پر خپله اېکس پاڼه د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتیار وروستيو څرګندونو ته په اشارې لیکلي: «ډاډه اوسئ، د هېڅ هېواد په تجزيه به افغانستان تجزيه نه شي.»
لېوال زياتوي، چې پخوا هم «مصنوعي ګاونډی» دوه ټوټې شوی او بیا به هم کيږي.
د نوموړي په خبره، چې د ګاونډي پر خلاف افغانستان یو پياوړی ملت لري.
هغه لیکلي: «خير که افغانستان سیاسیون، مشران، دولت او پوځ نه لري؛ خو د ګاونډي پر خلاف یو پیاوړی ملت لري.»
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپله تازه لیکنه کې ويلي،چې که د بلوڅانو په نامه یو خپلواک هېواد جوړېږي، یواځینی ګټونکی به هند وي.
حکمتیار وايي، « دا حالت يوازې پاكستان نه بلكي افغانستان او ايران یې هم نه شي منلى. په دې سيمه كي فقط هند هغه هېواد دی چي كېداى شي دا حالت د ځان په ګټه وانګېري.»
د حکمتیار په باور، له پاکستان نه د بلوچستان بېلتون به د ایران او افغانستان بلوڅان هم له دغه خوځښت سره یوځای کېدو ته وهڅوي.
حکمتیار ویلي، د پاکستان تجزیه به د ټولې سیمې د نقشې د تغییر او د افغانستان د تجزیې مقدمه وي.