د شطرنج نړۍوال فدراسیون په افغانستان کې د دغې لوبې پر وړاندې د طالبانو پر لګېدلي بندیز د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې ښایي دغه ځنډ د لوبې پر پراختیا اغېز وکړي.
فدراسیون ویلي، ښایي د دغو لوبو ځنډول په راتلونکې کې د افغان لوبغاړو لپاره فرصتونه له منځه یوسي.
دغه فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د شطرنج نړۍوال فدراسیون او د شطرنج اسیا برخې فدراسیون به نورو اړوندو نړۍوالو ادارو سره د دغه ستونزې د حل په موخه مشوره وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې شطرنج په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې مینهوال لري او په وروستیو کلونو کې دغې لوبې په افغانستان کې خورا ډېره وده کړې وه او ډېرو ځوانانو دغې لوبې ته مخه کړې وه.
دغه اندېښنې وروسته له هغه څرګندېږي، چې (د غوایي په ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو معلوماتو کې په ډاګه شوي و، چې د طالبانو د بدني روزنې ادارې د افغانستان د شطرنج فدراسیون فعالیتونه ځنډولي او دغه لوبه یې «حرامه» بللې ده.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته هغه مهال ویلي و، د شطرنج ملي لوبډلې لوبغاړي د بدني روزنې ریاست ته ورغلي وو؛ څو د فعالیت اجازه او میاشتني معاش ترلاسه کړي، خو ورته ویل شوي چې دغه لوبه «حرامه» اعلان شوې.
د سرچینو په وینا؛ د بدني روزنې چارواکو ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت شطرنج حرام اعلان کړی او له همدې امله یې د اړونده فدراسیون فعالیتونه درولي دي.