‏د طالبانو پلاوي د تاجکستان د انرژۍ له وزیر سره د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه خبرې کړې دي

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو د برېښنا شرکت پلاوي د تاجکستان د انرژۍ له وزیر سره په لېدنه کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تر څنګ د برېښنا انرژۍ د لېږد او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو د برېښنا شرکت په خبرپاڼې کې ویلي؛ چې د دغه شرکت اجرایوي مشر عبدالباري عمر او مل پلاوي د تاجکستان د انرژۍ له وزیر دلیر جمعه سره لیدلي؛ خو په خبرپاڼه کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د خبرو په تړاو جزییات نه دي وړاندې شوي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛‏ ښاغلي عمر د تاجکستان له‌خوا د بلنې مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ډله یې هڅه کوي له ټولو نړۍوالو په تېره ‏ګاونډیو بیا د اسلامي هېوادونو سره ښې اقتصادي او سیاسي اړیکې ولري.
ښاغلي عمر په دغه لیدنه کې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې د رامنځته شویو فرصتونو او اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دواړه خواوو ژمنه کړې چې د برېښنا انرژۍ هر اړخیز ټیکاو په برخه کې به په ګډه کار کوي.

نور خبرونه

رادیو