د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په بامیان او غزني ولایتونو کې یې د «زنا، غلا، نامشروع اړیکو او لواطت» په تور شپږ کسان د خلکو د سترګو پر وړاندې په درو وهلي دي.
دغې محکمې تېر ماښام د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بامیان ولایت کې څلور تنه د «زنا، غلا او نامشروع اړیکو» په تور په درو وهلي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ د جزا دیوان یو تورن کس ته د شپږ میاشتیني تنفیذی بند او ۳۵ درو جزا، دویم تورن کس ته یو کلن تنفیذي بند او د ۳۵درو سزا، درېیم تورن کس ته د شپږ میاشتني تنفیذي بند او ۳۵درو جزا او څلورم تورن کس ته یې بیا د دوو میاشتو تنفیذي بند او ۳۵ درو سزا ورکړې ده.
د دغې محکمې په یوې بلې خپرپاڼه کې چې نن خپره شوې راغلي، چې په غزني ولایت کې یې د «لواطت» دوو تورنو کسانو ته سزا ورکړې ده.
د خبرپاڼې له مخې؛ ابتدایه محکمې یو تورن کس ته د یو کلن تنفیذي بند او ۳۰ درو سزا او دویم تورن کس ته بیا د درېیو میاشتو تنفیذي بند او ۳۰ درو سزا ورکړې ده.