‏د ازادۍ جبهه وایي، چې په کندوز کې یې دوه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي

۷ ساعتونه مخکې

‏د افغانستان ازادۍ جبهې ادعا کړې، چې د سې شنبې په ماښام یې (د غوایي په ۲۳مه) د کندوز ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په یوه برید کې دوه تنه طالبان وژلي او دوه نور بیا ټپیان شوي.

دغې جبهې پر اېکس پاڼه کاږلي، چې په دغه برید کې د دوی غړو ته کوم زیان نه دی اوښتی؛ خو لا تر اوسه طالبانو بیا د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو