د بښنې نړیوال سازمان د خبریال حمید فرهادي د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۸ ساعتونه مخکې

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، خبریال حمید فرهادي دې سمدلاسه او بې له قید و شرطه خوشی شي.دغه سازمان د چارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي، حمید فرهادي کوم جرم نه دی کړی، د بیان ازادي او د بشري حقونو دفاع جرم نه دی.

حمید فرهادي په جلاوطنۍ کې له یوې ازادې ورځپاڼې سره همکاري لرله. نوموړی د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۳مه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا ونیول شو. نوموړی د سپټمبر په ۱۹مه، له دې پرته چې قانوني مدافع وکیل ته لاسرسی ولري، په دوه کاله بند محکوم شو.

پر هغه تور پورې دی، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه‌یې د خپلو ژورناليستي راپورونو له لارې "تبلیغات" خپاره کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې راغلي، چې حمید فرهادي د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۸مه، پرته له دې چې کورنۍ یې خبره کړي، له پلچرخي زندان نه په ناڅاپي توګه بګرام زندان ته انتقال شوی. د هغه کورنۍ ته یوازې میاشت کې یو ځل د ۳۰ دقیقو لپاره د لیدو اجازه ورکول کېږي.

د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کوي، چې د بیان ازادي او د بشري حقونو دفاع جرم نه دی او د خبریالانو زنداني کول د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

بل‌خوا د افغانستان د ژورناليستانو مرکز (AFJC) تخار ولایت کې د دریو سیمه‌ییزو خبریالانو نیول غندلي او له طالبانو یې د سمدستي او بې‌قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې.

دا خبریالان، د اریانا نیوز ټلوېزیون خبریال نصرت‌الله ابراهیمي او له هغه سره دوه ازاد خبریالان، منیر هدف او اسدالله تیمور دي. دوی د ۲۰۲۵ کال د می په ۵مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې ونیول شول.

د افغانستان د ژورناليستانو مرکز د شمېرو له مخې، دا مهال لږ تر لږه ۱۰ خبریالان په ټول هېواد کې نیول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو