د ایران د پلازمېنې تهران والي علي رضا فخاري وايي، نږدې پنځوس سلنه ناقانونه افغان کډوال په تهران کې مېشت دي. نوموړي ویلي، دا کسان باید د قانون له مخې په نښه او په درناوي خپل هېواد ته واستول شي.
ایراني رسنیو د تهران د والي علي رضا فخاري له قوله راپور ورکړی، چې د ناقانونه افغان کډوالو له ډلې کې نږدې پنځوس سلنه یې د دغه هېواد په پلازمېنه تهران کې اوسیږي.
نوموړي ویلي، چې په پلازمېنه کې د ناقانونه افغان کډوالو حضور ته باید په منظمه او قانوني بڼه رسېدنه وشي.
فخاري وايي:«دا کسان باید د قانون له مخې په نښه شي او په درناوي خپل هېواد ته واستول شي.»
نوموړي په ملي او سیمه ییزه کچه د تهران په څېر لویو ښارونو کې د ناقانونه کډوالو په اړه د پاملرنې ډیریدو غوښتنه کړې ده.
د ایران د رسنیو د معلوماتو له مخې، دغه هېواد په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو سترو کوربه هېوادونو څخه شمېرل کیږي او تر ټولو ډیر افغان کډوال په دغه هېواد کې مېشت دي.
سره له دې چې ایران هره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستنوي، خو د دغه هېواد رسنیو د غیر رسمي سرچینو له قوله ویلي، چې دمګړۍ په ایران کې شاوخوا ۱۰ مېلیونه افغان کډوال مېشت دي.