د امریکا د کورني امنیت وزارت (ډيایچایس) ادعا کوي، چې افغانستان ته د ګرځندوی زیاتوالی د دې لامل شو چې د دغه هېواد لهپاره د کډوالو «د لنډمهاله خوندیتوب» موده پای ته ورسوي.
امریکایي چارواکو د افغانستان لپاره د «لنډمهاله خوندیتوب» د ختمولو د دلیل په توګه ویلي، چې اوس سیلانیان افغانستان ته سفر کوي، سره له دې چې دغه هېواد لا هم له تاوتریخوالي، بېوزلۍ او د طالبانو له سخت دریځه واکمنۍ سره مخ دی.
دا سپیناوی ښيي چې د ټرمپ ادارې له مخکې نه پرېکړه کړې وه چې «لنډمهاله خوندیتوب» ختم کړي او وروسته یې د دې پرېکړې د توجیه لپاره دلیلونه پیدا کړل.
د بشري حقونو راپورونه ښيي، چې افغانستان د طالبانو تر ولکې لاندې یو ظالم حکومت پاتې دی، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو لپاره، چې نه زدهکړو ته لاسرسی لري او نه هم دندې ته، هغه حقوق چې د نړۍ په نورو برخو کې ښځې ترې برخمنې دي.
د ټرمپ حکومت تر دې وړاندې د هايتي او وینزویلا لپاره هم «د لنډمهاله خوندیتوب» مودې پای ته رسولې، که څه هم هلته هم وضعیت ګواښناک و.
د امریکا د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ کال د می په ۱۳مه نېټه د رسمي خبرپاڼې له مخې د افغانستان لپاره د «د لنډمهاله خوندیتوب» مودې پای ته رسول اعلان شول.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امنیت وزیرې کریسټي نویم دا پرېکړه نږدې دوه میاشتې مخکې، د مارچ په ۲۱ نېټه کړې وه.
د افغان کډوالو ملاتړي سازمانونه د دې پرېکړې کلک مخالف دي.
تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ټامي پیګوټ خبریالانو ته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، وخت یې راسېدلی، چې د افغان پناه غوښتونکو لپاره «د لنډمهاله خوندیتوب» موده پای ته ورسېږي.
هغه د یوه خبریال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په افغانستان کې شرایط دومره ښه دي، چې افغانان بېرته هلته ستېدای شي؟ او ایا د بهرنیو چارو وزارت فکر کوي، چې افغانستان اوس د ښځو او نجونو لپاره یو خوندي ځای دی؟، ویلي: «وګورئ، کله چې د لنډمهاله خوندي حالت خبره راځي، زه تاسو د کورني امنیت وزارت ته راجع کوم. دغه پروګرام تل د لنډمهاله اقدام یا لنډمهاله ګټې په توګه یاد شوی دی خو اوس د دې وخت رارسېدلی، چې دغه لنډمهاله ګټه پای ته ورسېږي خو په دې تړاو د نورو پوښتنو لپاره زه تاسې د کورني امنیت وزارت ته راجع کوم.»
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې وړمه ورځ د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي و چې د افغان کډوالو لپاره «د لنډمهاله خوندیتوب» به نور تمدید نه شي او دغه وضعیت به د ۲۰۲۵کال (د می په ۲۰مه نېټه) پای ته ورسېږي او (د جولای په ۱۲مه) به په بشپړه توګه ختم شي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریستي نویم ویلي و، د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت ښه شوی او نور «د لنډمهاله خوندیتوب» شرایط نه پوره کوي.
د راپورونو له مخې، نږدې ۱۴ زره افغان پناه غوښتونکي «د لنډمهاله خوندیتوب»پروګرام له مخې په امریکا کې ژوند کوي.