سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ملا ابراهیم صدر په مشرۍ د طالبانو د یوه لوړپوړي پلاوي او هندي استازو ترمنځ د روانې می میاشتې پر څلورمه نېټه په ازبکستان کې یوه پټه ناسته ترسره شوې ده. په دې ناسته کې د کشمیر لپاره د ټي ټي پي عملیاتي مسوول هم ګډون درلود.

د طالبانو له منځه یوې سرچینې د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې ډلې یو جګپوړی پلاوی د مې میاشتې پر درېیمه له مزار شریف نه ازبکستان ته لاړ او له هندي استازو سره تر کتنې وروسته د مې میاشتې پر څلورمه بېرته افغانستان ته راغی.

سرچینه وايي، په دغه پلاوي کې چې مشري یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ملا ابراهیم صدر کوله، ددې ډلې د دفاع وزارت مرستیال لوی درستیز مالي خان صدیق، مولوي نعیم بړیڅ او د استخباراتو ریاست د تحلیل او ارزونې رییس مولوي کندهاري او څو نورو کسانو ګډون درلود.

سرچینو دا هم تایید کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان هغه غړی چې په کشمیر کې د دې ډلې د عملیاتو مسوول دی، هم د دغه پلاوي برخه و.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « د خبرو اترو اصلي تمرکز د لشکر طیبه او جیش محمد د مشر مسعود اظهر د ځای ځایکي او د یادې ډلې د نورو اهدافو په اړه د معلوماتو شریکول وو».

یاده ناسته د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې تر خونړي برید وروسته شوې ده.

دغې پېښې وروسته ددواړو هېوادونو ترمنځ جګړې ته لاره پرانېسته، چې هند د پاکستان په لاهور او بهاولپور سیمو کې د لشکرطیبه پر مرکزونو او د کشمیري ډلو پر روزنځایونو توغندويي بریدونه وکړل.

له ستراتیژیک ملګري تر نامطلوبه ګاونډي

له ۲۰۲۱میلادي کال راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي، له پاکستان سره یې اړیکې د تېرو کلونو پر خلاف بې‌ثباته شوې دي، خو برعکس له نوي ډیلي سره ددې ډلې اړیکې د پخوا په پرتله ډېرې غوړېدلې دي.

هند په دې وروستیو کې په نوي ډیلي کې د طالبانو د سفیر په کچه استازی منلی دی.

اسلام‌اباد پر طالبانو تور لګوي چې ټي ټي پي ته یې خوندي ځایونه برابر کړي، خو طالبان وایي دا ډلې له دوی سره تړاو نه لري او په افغانستان کې یې د پوځي اقدام بنسټ نشته.

پاکستان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې په پرله پسې توګه بمبارۍ کړې دي او د ټي ټي پي د مرکزونو د هدف ګرځولو ادعا یې کړې ده.

که څه هم هند لا هم د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی منلی، خو په کابل کې یې تخنیکي پلاوی فعالیت لري او بشري مرستې یې هم رسولې دي.

هند هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان خاوره د هند ضد وسله‌والو ډلو لکه لشکر طیبه او جیش محمد لپاره پناه ځای نه شي.

له طالبانو سره د هندي استازو د لیدنې رپوټونه داسې مهال دي، چې په ورته وخت کې د پاکستان یوه جګپوړي پلاوي کابل ته هم سفر درلود.

په داسې حال کې چې د پاکستان ـ هند تازه شخړه لا هم د سیمې ثبات ګواښي او طالبان غواړي له منزوي وضعیت نه ځان وباسي، د ازبکستان ناسته ښيي چې دغه ډله له دواړو هېوادونو سره په اړیکو کې د انډول ساتنې هڅې کوي.

تر اوسه طالبانو او هند ددې ناستې په اړه رسمي دریځ نه دی خپل کړی او نه یې هم ورته ناسته تایید کړې ده.

نور خبرونه

رادیو