طالبانو د هلمند پوهنتون ۴۰ استادان له دندو ګوښه کړل

۴ ساعتونه مخکې

سرچیني وايي، چې طالبانو د هلمند پوهنتون ۴۰ استادان له دندو ګوښه کړي دي. د سرچینو په وینا، د هلمند پوهنتون یو شمېر استادانو ته د پوهنتون د ادارې له لوري خبر ورکول شوی چې نور یې په پوهنتون کې دنده پای ته رسیدلې ده.

باخبره سرچینو د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې طالبانو د هلمند پوهنتون د ۴۰ استادانوپه ګډون ځینې اداري کارکوونکي د «تنقیص» په نوم له خپلو دندو ګوښه کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په تازه ګوښه شویو استادانو کې یو شمېر د ماسټرۍ، پوهاندۍ او دوکتورا درجې لري.

تازه ګوښه شویو استادانو په هلمند پوهنتون کې د انجنیرۍ، کمپیوټر ساینس او کرنې په پوهنځیو کې تدریس ورکاوه.

سرچینه وايي، چې له دندو په ګوښه شویو استادانو کې ځینې هغه استادان هم شامل دي، چې د طالبانو له خوا د ماسټرۍ ترلاسه کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته لیږل شوي، خو له زده کړو بشپړولو وړاندې د طالبانو له خوا له دندو ګوښه شوي دي.

طالبانو تردې وړاندې هم د هلمند په دولتي او خصوصي پوهتونونو کې په شریعاتو پوهنځي کې پخواني استادان له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې له مدرسو فارغ کسان د استادانو په توګه پر دندو ګومارلي وو.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې د ننګرهار، خوست، پکتیا، بدخشان او بامیان پوهنتونونو څخه له ۳۰۰ ډیر استادان او اداري کارکوونکي د «تنقیص» په نوم له دندو ګوښه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو