د پاکستان مرکزي بانک ویلي، چې د پیسو نړیوال صندق (ایایمایف) له لوري د اوږدې مودې پور مرستې پروګرام دویم قسط ورکړل شوی، چې له املهیې د بهرنیو اسعارو زېرمې لا پیاوړې شوې دي.
د دغه هېواد مرکزي بانک د چارشنبې په ورځ په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، پاکستان ته د پیسو نړیوال صندوق له خوا ۷۶۰ میلیونه ځانګړي بانکي حقونه (SDR) ورکړل شوي چې د ۱،۲۳ میلیاردو امریکایي ډالرو سره برابر دي.
دغه پیسې به د می میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې د دغه هېواد د بهرنیو زېرمو برخه وګرځي.
دا قسط دپیسو نړیوال صندق د ارزونې ډلې له خوا د پاکستان د اقتصادي پرمختګ له ارزونې وروسته منظور شوی
. همداراز، د می پر ۹مه دپیسو نړبوال صندق اجراییه بورډ د دې قسط تصویب تر څنګ، د ۱،۴ میلیاردو امریکایي ډالرو په ارزښت یو نوی تړون د "مقاومت او پایښت" تر نوم لاندې هم منظور کړی، چې موخهیې د پاکستان د اقلیمي پروژو ملاتړ دی.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پیسو نړیوال صندق دا پرېکړه ستایلې او د هند هڅې یې «پټې دسیسې» وبللې.