ډېپلوماټ مجلې په یوې مقاله کې لیکلي، چې افغانستان له ډېرې مودې راهیسې د پولې هاخوا د ترهګریزو فعالیتونو د مرکز په توګه پېژندل شوی دی.
په مقاله کې راغلي، چې بېلابېلو ترهګرو ډلو د هند او پاکستان پر وړاندې د بریدونو د ترسرهکېدو لپاره د افغانستان خاوره کارولې ده.
د مقالې لیکوال وايي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا ډله په ډېریو مواردو کې د ترهګرو ډلو ملاتړکوونکې بلل شوې ده.
د لیکوال په اند، طالبان د یوې ډلې په توګه چې په افغانستان کې بشپړ کنټرول ترلاسه کړی، د څو ترهګرو ډلو کوربهتوب کوي.
د مقالې د لیکوال په وینا، د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي او بلوڅ وسلهوالو په څېر ډلې چې د پاکستان خلاف فعالیتونه ترسره کوي، د خپلو بریدونو د تنظیم او ترسره کولو لپاره د افغانستان خاوره کاروي او دا ډلې په دوامداره توګه د پاکستان لپاره د امنیتي ګواښونو په توګه یادې شوي دي.
بلخوا، هند هم د جیش محمد یا جياياېم او لشکر طیبه یا اېلايټي په څېر وسله والو ډلو په تړاو همدا ډول اندېښنې لري.
هند وايي، چې دا وسلهوالې ډلې د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري او په کشمیر کې د دغه هېواد د ګټو پر وړاندې کارول کېږي.
د هند او پاکستان له پرلپسې نښتو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند وضعیت چې په دې وروستیو اوونیو کې اعلان شوی، د دې لپاره مثبت ګام بلل کېږي، چې یو له هغو مهمو مسلو څخه چې د هند او پاکستان د اوربند په بهیر کې یې ځان ته پام ارړولی، په افغانستان کې د مېشتو جهادي ډلو رول دی، په ځانګړې توګه هغه ډلې چې د طالبانو لهخوا یې ملاتړ کېږي.
د ډېپلوماټ مجلې لیکوال وايي، چې پاکستان له یوې خوا په افغانستان کې د دغه هېواد خلاف وسلهوالو ډلو اندېښمن کړی او له بلې خوا د کابل او نوي ډیلي ترمنځ ورځ تر بلې زیاتېدونکې اړیکې، هغه څه دي چې د اسلاماباد اندېښنې لا ډېرې کړې دي.
په مقاله کې ویل شوي، چې طالبان پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د څو بېلابېلو ترهګرو ډلو کوربهتوب کوي او دا هغه ډلې دي، چې د هند او پاکستان دواړو لپاره ګواښ بلل کېږي.
همداراز لیکوال وايي، سره له دې چې ډېرو هېوادونو تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه پېژندلی، خو د هند او پاکستان روانو ناندریو ته اشارې زیاتوي، دا یو واقعیت دی چې دا ډله اوسمهال په سیمهییزو سیاستونو کې مهم رول لوبوي.
په داسې حال کې چې طالبان د نړۍوال پېژندنې د ترلاسهکېدو په لټه کې دي، ښايي دوی هڅه وکړي چې په سیمهییزو سیاستونو کې خپل دریځ پیاوړی کړي او له هغو فرصتونو ګټه واخلي چې د هند یا پاکستان له لوري ورته برابرېږي، په ځانګړې توګه په کابل کې د هندي چارواکو او طالبانو ترمنځ وروستۍ غونډې کولای شي د راتلونکو تحولاتو په تړاو مهم پیغامونه ولري.