بلوڅ بیلتونپال غورځنګ: بلوچستان کې مو څلور پاکستاني عسکر وژلې او ۸ نور مو ټپیان کړي

۹ ساعتونه مخکې

بلوڅ بیلتونپال غورځنګ وایي، چې د بلوچستان په اورنچ، پنجګور، قلات، نوشکي او سیبۍ سیمو کې یې په بیلابیلو بریدونو کې څلور پاکستاني عسکر وژلي او ۸ نور یې ټپیان کړي دي.

بلوڅ بیلتونپالو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې د یکشنبې په شپه یې د پنجګور په نوک اباد سیمه کې د پاکستان امنیتي ځواکونو یوه پوسته په نښه کړې، چې دوه پوځيان یې وژلي او ۵ نور ټپیان شوي دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دوی جنګیالیو د کلات په ګاراپ سیمه کې په یوه بل جلا برید کې د پاکستان پوځ د بم شنډولو د ډلې دوه تنه عسکر د ریموټ کنټرول بم په واسطه وژلي او همدا راز یې د کاچي په متري سیمه کې ۳ نور ټپیان کړي دي

د دغه ډلې ویاند جنید بلوڅ وایي، چې د (هیروف ۲.۰) عملیات یې پیل کړي، چې په لړ کې یې تر دې مهاله په ۵۷ سیمو کې ۷۸ بریدونو ترسره کړې دي.

جنید بلوڅ زیاتوي، د بلوڅ بېلتونپاله غورځنګ دا ډول بریدونه به تر هغې دوام ومومي چې ترڅو یې ازادي نه وي ترلاسه کړي.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د بلوچستان دننه د دغه وسله‌وال غورځنګ فعالیتونه تر بل هر وخت پراخ شوي او د پاکستان د پوځ پر وړاندې یې ځینې لوی بریدونه هم کړي، چې په کې یې ورته درنه مرګ ژوبله هم اړولې ده.

نور خبرونه

رادیو