ایران د شیراز په مرکزي زندان کې یو افغان په دار راوځړاوه

۱۰ ساعتونه مخکې

د ایران د بشري حقونو سازمان رپوټ ورکړی چې د ایران د شیراز په مرکزي زندان کې درې بندیان، چې یو افغان هم پکې شامل دی، اعدام شوي دي. دغه بندیان مخکې د ایران د قضایي سیسټم له خوا د «عمدي قتل» په تور په جلا جلا دوسیو کې په اعدام محکوم شوي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان د چارشنبې په ورځ، د غويي۲۴مه ویلي، چې د ایران قضایي مسوولانود شیراز په مرکزي زندان کې یوه ښځه او دوه نارینه اعدام کړي دي.

دغه سازمان افغان بندي د اسرار اماني په نوم ښودلی، چې ۳۰ کاله عمر لري.

د یاد سازمان د رپوټ له مخې، مهتاب امیري، چې د شیراز اوسیدونکې ده او علی ابوالحسیني، چې ۳۲ کاله عمر لري او د ابادان اوسیدونکی دی، هم په دغه زندان کې اعدام شوي دي.

د ایران رسمي سرچینو او رسنیو د دې بندیانو د اعدام په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو، چې له ایران نه بهر فعالیت کوي، مخکې ویلي و چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ایران کې د افغان زندانیانو اعدامونه زیات شوي دي.

د دې سازمانونو په وینا، د تېر کال په ترڅ کې په ایران کې له۸۰ زیات افغان بندیان اعدام شوي دي.

نور خبرونه

رادیو