د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې طالبان ډېری وخت د یو وخت لمونځ دوه-دوه ځلې په خلکو کوي.
له کندهار ولایته سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وایي، په کندهار کې د امربالمعروف محتسبان په تفريحي سيمو کې له خلکو په زور غواړي چې جماعت ته ولاړ شي.
سرچينو د چهارشنبه په ورځ (د غويي ۲۴مه) وویل، چې د امربالمعروف محتسبین هر مازدیګر د ښار په مشهورو تفريح ځایونو کې ګرځي او د خلکو د تفريح مخه نيسي.
د دوی په خبره، محتسبان په دوامداره توګه د «شریعت پلي کولو» په موخه خلک ځوروي.
دا په داسې حال کې ده، چې هر مازدیګر په زيات شمېر خلک په احمدشاهي جاده کې د تفريح په موخه کښېنې او مجلسونه کوي.
نورمحمد چې د طالبانو د امربالمعروف ریاست له کارکوونکو سره مخ شوی او یادې ډلې دوه ځلې پرې د ماښام لمونځ کړی وايي: «د ماښام لمونځ مې یو ځل وکړ، د امربالمعروف کسان راغلل، ویل ولاړ سه جماعت وکه، زما خبره يې نه منل، دویم ځل مې بیا لمونځ وکړ.»
اخوا، د کندهار ښار يو بل اوسېدونکی صلاح الدین هم د امربالمعروف د محتسبانو د کړونو شکایت کوي او وایي: « دوی مونږ ته وايي چې مجلس ته مو ډېر وخت ورکړی، د جماعت لمانځه ته هم باید وخت ورکړئ ولاړ سئ په جماعت لمونځ وکړئ.»
له کندهار ولایته سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته همداراز وویل، د طالبانو دغه ډله له خلکو د «لډو، قطعه بازيو او نورو تفریحي توکو» پوښتنې کوي او ټينګار کوي، چې له دې کارونو لاس واخلي.
د کندهار ښار یوه بل اوسېدونکي بیا د نوم د نه اخیستو په شرط وویل، چې له خپلو ملګرو سره د ماسښین شاوخوا په پارک کې ناست و، چې د امربالمعروف محتسبینو سره مخ شول.
د نوموړي په وینا: «طالبانو مونږ ته په غوسې سره وویل چې پاڅېږی لمونځ وکړئ. مونږ ورته وویل چې څو شېبې مخکې مو لمونځ کړی، خو هغوی نه منله او د دویم ځل لپاره یې پر مونږ لمونځ وکړ.»
که څه هم طالبان وایي، چې په دې سره په ټولنه کې ديني ارزښتونه پلي کوي؛ خو د دغه ډلې سخت دریځیو عام ښاریان اندېښمن کړي دي.
ډېری ځوانان زياتوي، چې د کارونو، زده کړو او نورو بوختياو وروسته د فکري ارامتيا لپاره لږ ګړی له خپلو ملګرو سره په همدې تفریح ځایونو کې ناستې کوي.
د دوی په خبره، د طالبانو د ناسم چلند له امله اوس دغه تفريحي وخت هم دوی ته ستونزمن شوی دی.
طالبان په پرله پسې ډول ټينګار کوي، چې د ټولنې د اصلاح په موخه «شریعت او خپل قانون پلی کوي»؛ خو ډېری ټولنیز فعالان بیا د طالبانو دغه سخت دريځي د منفي پایلو سره مخ یادوي او ټينګار کوي، چې دا ډول کړنې ولس له دين او عبادت څخه بېزاره کوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې پر ډېرو تفریحي ځایونو محدودیتونه وضع کړي او خلکو ته اجازه نه ورکوي، چې په خپله خوښه او له خپلې کورنۍ سره تفریحي ځایونو ته ولاړ شي.
د دې ترڅنګ یادې ډلې د شطرنج په ګډون پر ډېرو نورو تفریحي لوبو هم بندیزونه لګولي او حرام یې بولي.