طالبان وايي، د کابل ښار په بره کي څلور لاره کې هوايي پُل جوړوي

۷ ساعتونه مخکې

په کابل کې د طالبانو ښاروالي وايي، چې په بره کي څلور لارې کې هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک جوړوي. کابل ښاروالي وايي، چې دغه پروژه به په دوو کلونو کې ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

کابل ښاروالي وايي، چې د ښاري زیربناوو ریاست د ګڼه ګوڼې ستونزو ته د حل لارو موندلو په موخه د کابل ښار په بره کي څلور لارې کې د هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک جوړولو تخنیکي څېړنې ترسره کړې او ډیر ژر به یې عملي کار پیل کړي.

کابل ښاروالي دغه پروژه ډیره مهمه بللې او وايي، عملي چارې به یې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په راتلونکې اونۍ کې پیل شي.

د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناوو ریاست رییس انجینر فایق احمد تسل وايي، د دهن باغ څلور لارې له لوري د پروان ۲ د څلورلارې پر لور د ۷۰۰ متره په اوږدوالي، ۲۰ مترو سور، ۵.۵ مترو په لوړوالي او ۴۴۰ ستنو په درلودلو سره هوايي پُل او د نادریې لیسې د څلور لارې له خوا د ترافیک څلور لارې په لور د ۴۷۰ مترو په اوږدوالي، د ۲۰ مترو په سور، ۵.۵ مترو په ژوروالي او د ۲۲۵ ستنو په لرلو تر ځمکې لاندې سړک ډیزایین شوی دی.

د کابل ښاروالي مسوولینو دا نه دي ویلي، چې د یادې پروژې لپاره یې څومره پیسې ځانګړې کړې دي، خو وايي، یاده پروژه به د دوو کلونو په موده بشپړه شي.

ددې څلورلارې لپاره د تېر جمهوري نظام پرمهال ورته طرح جوړه شوې وه.

نور خبرونه

رادیو