د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۳۵۳۳ مټریک ټنه نفتي او غیرنفتي انتقالات شوي دي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس پر اېکس پاڼه کاږلي، چې له دغې شمېرې شاوخوا ۱۱۸۸۸۴ ټنه انتقالات د حیرتان بندر له لارې، ۱۱۸۳۹ ټنه د اقینې بندر له لارې، ۱۱۱۲۵ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې او ۱۱۶۸۵ د خواف –هرات له لارې شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د دغو انتقالاتو له ډلې په تېرو دوو اوونيو کې شاوخوا ۶۸۷۱ ټنه صادرات شوي، چې پکې وچه مېوه، کاني ډبرې، وریجې، د انارو جوس او کچالو شامل دي.